له افغانستان سره د امریکا د مرستو برخلیک نامعلوم دی. د امریکا ځانګړي مفتش یا سیګار ددغه هېواد کانګریس ته په یوه لېږلي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې واک ته د طا لبانو له رسېدو سره سم له دغه هېواد سره د امریکا د مرستو برخلیک ناروښانه دی. د سرچینې په خبره سره له دې چې افغانان د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري خو امریکا لا هم له دغه هېواد سره مرستو ته زړه نه ښه کوي او دا وضعیت د اندېښنې وړ دی. سیګار په خپل راپور کې وايي دوی هڅه کړې چې د مرستو د راتلونکو او د امریکایي حکومت د پلانونو په اړه معلومات ترلاسه کړي، خو داسې ښکاري چې هر څه مبهم دي او امریکايي حکومت په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه اندېښنه لري.



































