ترکمنستاني او افغان لوري د ګډې پولې او ټاپي پر امنیت خبرې کړې دي. د راپورونو له مخې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان ددفاع له سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب سره کتلي دي. په دې لیدنه کې د ګڼو دوه اړخیزو مسایلو تر څنګ د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ پر امنیتي مسایلو خبرې شوې دي. په دې لیدنه کې ټینګار شوی چې د ګډې پورې د امنیت لپاره به امنیتي همکارۍ ډېرېږي او د مشکوکو فعالیتونو مخه به نیسو. همدا راز په دې لیدنه کې ټینګار شوی چې ډېر ژر به د ټاپي پروژې کار عملا پيل شي او افغان لوري ترکمنستان ته د دغه پروژې د بشپړ امنیت ډاډ ورکړی دی.



































