د حیرتان بندر له لارې هېواد ته د وارداتو لړۍ په نورماله توګه روانه ده. د راپورونو له مخې دمګړی د حیرتان بندر له لارې هېواد ته واردات پيل شوي دي او تېره اونۍ زرګونه ټنه خوراکي توکي او نور اړین مواد له دې لارې افغانستان ته وارد شوي دي. سرچینه وايي چې تېره اونۍ کې شاوخوا ۳۰ زره ټنه خوراکي توکي، غوړي، تېل، ګاز او سیمنټ له دې لارې افغانستان ته راوړل شوي دي. په حیرتان بندر کې داسې مهال د وارداتو د نورمال بهیر خبر ورکول کېږي چې د هېواد په بازارونو کې د لومړنیو اړینو توکو بیې لوړې شوې دي، ژمی را روان دی او خلک د ساړه ژمي د راتګ او شته ستونزو له امله اندېښمن دي.



































