امریکا او ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو پر همغږۍ ټینګار کړی دی. د راپورونو له مخې د امریکا د پراختیايي ادارې ځينو چارواکو د افغانستان لپاره ملګرو ملتونو له استازې دیبورا لاینز سره کتلي دي. د یادې ادارې چارواکو ویلي چې دوی په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو پر رسولو ټینګار کوي او ددې غوښتونکي دي چې د مرستندویه بنسټونو ترمنځ همغږي ډېره شي. امریکايي لوري دغه راز ټینګار کړی چې له ملګرو ملتونو سره به د خوړو او نورو لومړنیو توکو په برخه کې خپلې مرستې همغږې کوي. ملګرو ملتونو هم ویلي چې افغانان بېړنیو خوراکي مرستو ته اړتیا لري او ددې وخت دی چې د نړۍ شتمن هېوادونه پر وخت دغه مرستې اړمنو افغانانو ته ورسوي.


































