هند وايي پاکستان اجازه نه ورکوي چې مرسته شوي غنم یې افغانستان ته ورسول شي. د هند د بهرنیو چارو وزارت په تازه څرګندونو کې ویلي، له څه باندې یوې میاشتې راهیسې یې له پاکستان غوښتنه کړې، څو د ځمکې له لارې زرګونه متریک ټنه مرسته شوو غنمو ته د انتقال اجازه ورکړل شي. د سرچینې په خبره هند غواړي چې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره له افغانستان سره د پنځوس سره متریک ټنه غنمو مرسته وکړي، خو لا هم پاکستان له خپلې خاورې د یادو مرستو تېرېدو ته اجازه نه ده ورکړې. هند وايي تمه لري چې پاکستانی لوری ډېر ژر په دې اړه مثبت ځواب ورکړي او اجازه ورکړي چې پر وخت له اړمنو سره بشري مرستې ترسره کړل شي.



































