فراه کې د ابو نصر فراهي بندر د پاتې ۶۰ کیلومټره سړک د رغولو چارې پیل شوې دي. دغه سړک د فراه شیب کوه-قلعه زال ولسوالۍ له شیخ ابونصر فراهي بندر سره نښلوي. د چارواکو په خبره، د دغه سړک رغنیزې چارې د تېر جمهوري نظام پر مهال پیل شوې وې خو وروسته د امنیتي ستونزو له امله د ۶۰ کیلومټره په شاوخوا کې سړک شاړ پاتې شو. چارواکو ویلي چې د یاد سړک پر رغولو ۱۰ میلیونه ډالر لګښت راځي چې د ایران په مالي ملاتړ یې رغنیزې چارې رسماً پیل شوې او ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.



































