د افغانستان مالیې وزارت ټولو دولتي کارکوونکو ته ډاډ ورکړی دی چې ډېر ژر به یې تنخواوې ورته ورکړل شي. د یاد وزارت ویاند احمد ولي حقمل ویلي چې مالیې وزارت پر یوې داسې طرحې کار پیل کړی دی چې پر بنسټ به یې ډېر ژر د ټولو دولتي کارکوونکو د وږې او تلې میاشتې معاشات اجرا شي. هغه زیاته کړې چې د کرنې، لوړو زده کړو، پوهنې او روغتیا وزارت هغه وزارتونه دي چې په لومړیتوب کې قرار لري. هغه نږدې راتلونکې نه ده مشخصه کړې چې څو ورځې وروسته به د کارکوونکو معاشونه اجرا کېږي. د یادونې ده چې د دولتي ادارو ډېریو کار کوونکو ان له تېرو څلورو میاشتو راهیسې خپلې تنخواوې نه دي تر لاسه کړې او اوسمهال په تر ټولو بد اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي.



































