ټاپي پروژه به په سیمه کې د سترو اقتصادی تحولاتو سبب شي. ایرو ایشیا رېویو په یوه اوږده مقاله کې پر افغانستان او سیمه د ټاپي پروژې د اغېز په اړه بحث کړی دی.دغه نشریه لیکي چې یاده پروژه باید ژر تر ژره عملي شي او د پلي کېدو په لار کې یې دې ټول شته خنډونه له منځه یوړل شي. سرچینه وایي یاده پروژه به نه یوازې دا چې د سیمې اقتصادي تصویر بدل کړي بلکې د ثبات او سیمه ییز اتصال سبب به هم شي. ټاپي په سیمه کې د ګاز د انتقال تر ټولو ستره پروژه ګڼل کېږي چې د ترکمنستان ګاز افغانستان او بیا له دې ځایه پاکستان او هند ته لېږدوي. ددې پروژې چارې په ترکمنستان کې بشپړې شوې دي او ټاکل شوې وه چې تر ۲۰۱۹ کال پورې دغه پروژه په افغانستان کې هم بشپړه شي خو د امنیتی ستونزو له امله یې چارې ځنډېدلې دي.


































