د اسيايي او افريقايي هېوادونو د غوره توليداتو د اخيستلو فيسټيوال د نومبر په ۶ مه نېټه د چين په شانګهای ښار کې ترسره شو او ۱۲۰ زره ډبيه افغان جلغوزي چې وزن يې ۲۶ ټنو ته رسيږي، په کښې پلورل شوي دي.
ياد فيسټيوال د چين د څلورم نړيوال وارداتي نندارتون يوه برخه ده او هدف يې په ژوندۍ بڼه د انټرنېټ له لارې چيني او بهرنيو مشتريانو ته د افغانستان په ګډون د یو شمېر اسيايي او افريقايي هېوادونو د غوره توليداتو او محصولاتو ورپېژندل دي.
د چين مېډيا ګروپ خبريالې غوټۍ په ياد فيسټيوال کې د وياندې په توګه چينايانو ته افغان جلغوزي وروپېژندل او يوه وېډيو يې خپره کړه، چې د روان کال د اکتوبر په میاشت کې په پکتیا ولايت کې اخيستل شوې او د افغان جلغوزو ښه حاصلات په کښې ليدل کيږي.
له دې نه پنځه ورځې وړاندې له کابل څخه ۴۵ ټنه جلغوزي د هوايي دهليز له لارې شانګهای ته ورسيدل.
د چين څلورم نړيوال وارداتي نندارتون د نومبر په ۵ مه نېټه په شانګهای کې پرانيستل شوی او تر ۱۰ مې نېټې پورې به دوام ولري. د ۱۲۷ هېوادونو او سيمو نژدې ۳ زره تصديو په دغه نندارتون کې ګډون کړی دی.



































