د روغتیا نړیوالې ادارې د روغتیايي تجهیزاتو یوه محموله کابل ته رسېدلې ده. د روغتیا نړیوالې ادارې له لوري رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویل شوي چې د نږدې پنځه زره افغان ماشومانو د درملنې لپاره یې روغتیايي توکي افغانستان ته لېږلي دي.
سرچینه وایي چې په دې محموله کې تر ډېره صحي تجهیزات شامل دي. یاده اداره وايي چې د اګسټ له دېرشمې تر دې دمه یې شاوخوا شپېته متریک ټنه روغتیايي توکي افغانستان ته رالېږلي دي چې د شاوخوا یو نیم میلیون افغانانو د بېړنیو روغتیايي اړتیاوو د پوره کولو لپاره کافي دي.
د روغتیا نړیوالې ادارې تر دې وړاندې هم ویلي چې له افغانستان سره به په بېلو برخو کې خپلو روغتیايي مرستو ته ادامه ورکوي او په دې لټه کې دي چې د روغتیايي نظام له پاشل کېدو مخنیوی وکړي.



































