ځينې امریکايي ادارې وايي په افغانستان کې د انکشافي کارونو د پيلېدو څرک شته دی. د افغانستان د شفافیت د خدماتو د دفتر مشره جیل سوزان وایي ددې احتمال شته چې په افغانستان کې انکشافي پروژې پيل شي. نوموړې په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي، دا یو حقیقت دی چې دمګړی په افغانستان کې هر څه په ټپه ولاړ دي او هېڅ راز انکشافي پروژه نه ده پيل شوې او نه هم نړیوالو په دې برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده، خو ددې څرک شته چې ډېر ژر افغانستان د پرمختګونو او نوو پروژو د پيل شاهد وي. نوموړې وايي نړیوالو ته نه ده په کار چې له افغانانو مخ واړوي، بلکې له نوي حکومت سره دې پایلې ته ورسېږي او په دې توګه دې افغانانو ته د خدماتو وړاندې کولو پروسه له سره پيل شي.



































