د ډېرو بوختیاوو له کبله ذهني فشار یوه عامه ناروغي ګرځېدلې ده. د نړۍ هر درېیم کس له ذهني فشار یا سټرېس سره مخ دی او دا ناروغي د زیات کار او په ژوند کې له ډول ډول پېښو سره د مخ کېدو له امله رامنځته کېږي. د ذهني فشار، نفس تنګۍ او یا خپګان له منځه وړلو لپاره له لاندې لارو چارو ګټه پورته کړئ:
۱- خواږه خوړل
له ذهني فشار څخه د خلاصون لپاره خواږه خوړل ګټور ثابت شوي او دغه څه ستاسې په مزاج کې حیرانوونکی بدلون راولي.
۲- په زینو ختل
په زینو ختل مو ساه اخیستل چټکوي او په دې سره مو بدن ډېره اندازه اکسیجن جذبوي او له زیاتې اندازې اکسیجن جذبولو سره بدني غړي په حرکت راځي؛ په پایله کې هغه هورمونونه چې د بدن لپاره مضر وي، کم ترشح کېږي.
۳- انځورګري او نقاشي کول
پوهان وایي چې رنګونه او انځورګري کول له دماغ سره د خوش مزاجۍ اړیکې لري. که چېرې تاسې له ذهني فشار سره مخ یاست، نو انځورګري وکړئ. په دې سره به مو پر مزاج خوشحالي راشي.
۴- حمام کول
موسم ته په کتو په ګرمو یا یخو اوبو حمام کول مو هم د ذهني فشار کمولو کې مرسته کوي او ستاسې اعصاب اراموي.