د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، په بېلابېلو برخو کې صادرات ۳۲ سلنه زیات شوي دي. د دغه وزارت اداري او مالي مرستیال اجمل عبدالرحیمزي ویلي چې افغان حکومت د صادراتو او وارداتو ترمنځ د انډول د رامنځته کولو په لټه کې دی. نوموړي ویلي د صادراتو د یوې پنځه کلنې ستراتیژۍ له مخې د تېر کال په پرتله بهر ته د افغانستان د صادراتو کچه په تېرو اتو میاشتو کې ۳۲ سلنه لوړه شوې ده. د صنایعو او سوداګرۍ د وزارت دغه چارواکی وايي چې افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګرۍ د پیاوړي کولو لپاره کار کوي او له دې سره تمه ده، د افغانستان د سوداګریزو توکو صادرات به نور هم زیات شي.