پاکستان وایي افغانستان ته د خوراکي توکو صادرات ډېروي. د پاکستان د اطلاعاتو ایالتي وزیر فواد چودري په تازه مرکه کې ویلي، د عمران خان په مشرۍ کابینې پرېکړه کړې چې په افغانستان کې د لوږې او فقر د کمولو لپاره دغه هېواد ته د خوراکي توکو په صادراتو کې ډېروالی راولي. چودري وايي دوی غواړي زرګونه ټنه ورېجې او اوړه افغانستان ته ولېږي، مالیات ورباندې کم کړي او په دې توګه په دغه هېواد کې له خلکو سره تر یوې کچې مرسته وکړي. هغه همدا راز ویلي چې پر افغان توکو به هم مالیات کموي او افغان سوداګرو ته زمینه برابروي څو خپل توکي د پاکستان په بازارونو کې وپلوري.



































