افغانستان کې د را روان ناورین مخنیوی په کار دی. ډیفنس ون نشریې په یوه تحلیل کې په افغانستان کې روان وضعیت، کډوالۍ او راتلونکو پېښو ته کتنه کړې ده. دغه نشریه وایي په افغانستان کې د حکومت تر سقوط وروسته خلک له یوې خوا له سخت فقر سره مخ دي او له بلې خوا پر دغه هېواد نړیوال فشارونه د ناورین د پراختیا لامل کېدلی شي. نشریه لیکي چې له افغانستان سره بېړنۍ او پراخې مرستې په کار دي ځکه په دغه هېواد کې له کلونو راهیسې لوړه سلنه وګړي د خوړو له نا امنۍ سره مخ دي. ډيفنس ون پر نړیوالو مرستندویه بنسټونو غږ کړی چې له افغانستان سره بشردوستانه مرستې وکړي او په دې توګه له دغه هېواد نورو سیمو ته ورتلونکی ناورین کابو کړي. سرچینه استدلال کوي چې که له افغانستان سره همکاري ونه شي، نو ښایي د کډوالو څپې او نورې ستونزې له دغه هېواد سیمې او نړۍ ته پراخې شي.



































