ملګرو ملتونو د زرګونه افغان روغتیايي کارکوونکو معاشونه ورکړي دي. د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان د معلوماتو پر بنسټ دوی په ټول افغانستان کې د شاوخوا ۲۳ زره او ۵۰۰ روغتیايي کارکوونکو معاشونه ورکړي دي. سرچینه وایي چې دوی د افغان روغتیايي کارکوونکو پر معاشونو شاوخوا اته میلیونه ډالر لګولي. په افغانستان کې د نوي حکومت له راتګ سره سم د اداراتو د کارکوونکو په معاشاتو کې ځنډ راغلی دی چې دمګړی د روغتیا نړیوالې ادارې د افغان ډاکټرانو او یونسیف بیا د افغان ښوونکو د معاشونو د ورکړې ژمنه کړې ده. ددې تر څنګ د پوهنتونونو استادان او ملکي مامورین هم په هغه ډله کسانو کې دي چې په معاشونو کې یې ځنډ راغلی او له دې درکه له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.



































