د ایران د بشردوستانه مرستو ۱۱مه محموله هم نن کابل ته را رسېدلې ده. په کابل کې د ایران سفارت ویلي چې په دې محموله کې خوراکي توکي او نور اړین وسایل شامل دي. د یاد سفارت په خبره، دا مرستې به د کابل په څلور سوه بستریز روغتون او عیدګاه جومات کې د ترسره شویو وروستیو ترهګریزو پېښو اغېزمنو باندې وویشل شي. ایران دغه راز له افغانستان سره د خپلو بشري مرستو پر دوام ټینګار کړی او د لا پراختیا خبر یې ورکړی دی. د ویلو ده چې ایران یو له هغو هېوادونو څخه دی چې له افغانستان څخه یې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته له افغانستان سره اړیکې نورې هم پراخې کړې او په اوسني بحراني وضعیت کې یې پام وړ بشري مرستې کړې دي.



































