هره ورځ پنځه زره افغان کډوال ایران ته اوړي. د کډوالو په برخه کې یوه ناروېژي بنسټ په تازه خپرو کړو معلوماتو کې ویلي چې هره ورځ له افغان خاورې شاوخوا پنځه زره کډوال ایران ته د ننه کېږي او ددې احتمال شته چې دا لړۍ پراخه شي. سرچینه کاږي چې په وروستیو میاشتو کې شاوخوا ۳۰۰ زره افغانان ایران ته اوښتي دي او زرګونه کسان لا هڅه کوي د ژمي تر را رسېدو مخکې ځانونه ایران ته ورسوي. په مطلب کې وړاندې راځي چې دمګړی ایران د شاوخوا درې میلیونه افغان کډوالو کوربه دی خو که نړیوالې مرستې ورسره و نه شي نو دغه هېواد به د کډوالو دروند بار پورته نه شي کړی. دغه بنسټ بیا په تازه اقدام کې له ملګرو ملتونو غوښتي چې د کډوالو وضعیت ته د رسیدګۍ لپاره له دوی سره د شاوخوا ۳۰۰ میلیونه ډالرو مرسته وکړي.



































