افغانستان ته د ایران صادرات یو میلیارد ډالرو ته رسېدلي دي. د راپورونو له مخې ایران په وروستیو کې افغانستان ته د خپلو صادراتو کچه لوړه کړې ده او وروستي معلومات ښايي چې روان کال تر دې دمه دغه هېواد افغانستان ته د شاوخوا یو میلیارد ډالرو په ارزښت صادرات لرلي دي.
په دې کې خوراکي توکي، تېل، برقي وسایل، ساختماني وسایل او نور شامل دي. بلخوا د سوداګرۍ د ګډې خونې مسوولینو ویلي چې ایران ته هم د افغانستان په صادراتو کې ډېروالی راغلی او تر دې دمه د اته سووه میلیونو ډالرو په ارزښت توکي ایران ته صادر شوي دي.
سرچینې همدا راز ویلي چې د څه مودې لپاره د ایران او افغانستان ترمنځ سوداګري درېدلې وه خو اوس په نورماله توګه مخ ته روانه ده.



































