تېر کال افغانستان درېیمه حصه د اړتیا وړ برېښنا پخپله تولید کړې ده. د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې یا سیګار ویلي چې په تېر ۲۰۲۰ز کال کې افغانستان هڅه کړې چې د اړتیا وړ ډېره برخه برېښنا په هېواد کې د ننه تولید کړي چې له همدې امله د اړتیا وړ له درېیو حصو برېښنا یوه برخه یې په افغانستان کې تولیدېدله.
په راپور کې راځي چې افغانستان ټولټال ۲ زره میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري او د بین الوزارتي راپور پر بنسټ له دې ۶۹۹ میګاواټه یې په افغانستان کې تولید شوې ده. له دې ډلې ۲۸۰ میګاواټه برېښنا د اوبو پر مټ، ۳۵۳ میګاواټه حرارتي او ۶۵ میګاواټه برېښنا له لمر او نورو تجدیدي سرچینو تامین شوې ده.
افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې د پرېمانه اوبو له لرلو سره سره بیا همد برېښنا له کمښت سره مخ دی او په دې برخه کې یې تکیه پر ګاونډیو هېوادونو ده.
په وروستیو کې بیا د برېښنا پرچاوۍ ډېرې شوې دي چې د خلکو شکایتونه ورسره د ډېرېدو په حال کې دي.



































