نړیوال مرستندویه بنسټونه دې په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکړي. پي بي ایس رسنۍ په افغانستان کې وروستیو بشردوستانه خدماتو ته کتنه کړې او وایي چې په افغانستان کې میلیونونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري. د سرچینې په خبره نړیوالو مرستندویه بنسټونو ته په کار ده چې په افغانستان کې خپل حضور ته ادامه ورکړي او بشردوستانه خدمات ورسوي.
له دغه رسنۍ سره په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو په برخه کې فعالو موسسو په خبرو کې ویلي چې د افغانستان وضعیت اوس د بشردوستانه مرستو د رسولو لپاره مناسب دی او تر څنګ یې زرګونه کسان مرستو ته اړتیا لري، نو له همدې امله نړیوالو موسساتو ته په کار ده چې راشي او په افغانستان کې خپل فعالیتونه ترسره کړي.



































