پوتین وایي د روسیې د هغې الوتکې په نسکورولو کې اسراییل لاس نه لري چې له سوریې روسیې ته د ستنېدلو پر مهال په نښه شوې ده. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سه شنبې په ورځ په مسکو کې د هنګري له لومړي وزیر ویکټور اوربان سره د لیدنې پر مهال وویل، د هېواد د دې الوتکې نسکوریدل یې یو خواشینونکی تصادف و. وړاندې تر دې د روسیې د دفاع وزارت ویلي وو، چې د دوشنبې په ورځ ناوخته د روسیې یوه ایلوشن ۲۰ ډوله الوتکه چې د سوریې له لاذقیې نه د ستنېدو په حال کې وه له راداره نادرکه شوې ده. د دې الوتکې ټول ۱۵ تنه عمله د الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې وژل شوي دي. د الوتکې له نسکورید یوه ورځ وروسته د روسیې د دفاع وزارت وویل، چې له اسراییلو به د دې الوتکې د په نښه کولو غچ واخلي. خو وروسته بیا ولسمشر پوتین د روسیې د دفاع وزارت دا خبره رد کړه.