د سره صلیب نړیواله کمېټه دې له افغانانو سره خپلو بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکړي. پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې له مرستیال سره لیدلي دي او په دې لیدنه کې له افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام ټینګار شوی دی.
حامد کرزي ویلي چې افغانستان په دې حساسو شرایطو کې د نړیوالو بنسټونو په تېره د سره صلیب نړیوالې کمېټې لاسنیوي او مرستې ته اړتیا لري او ددغه بنسټ چارواکو ته په کار ده چې خپلو بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکړي.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې مرستیال ډومینیک هارټ هم په دې لیدنه کې ویلي چې دوی له افغانستان سره خپلو بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوي او تمه لري چې دلته له احتمالي ناورین مخنیوی وشي.



































