افغانستان او ترکمنستان د ګډو اقتصادي پروژو پر پيل ټینګار کوي. د ترکمنستاني او افغان لوري ترمنځ دغه غونډه په هرات کې ترسره شوې چې په هغه کې د دواړو هېوادونو لوړپوړو چارواکو ګډون کړی دی. راپورونه وايي چې د کانونو او پټرولیم وزیر، په کابل کې د ترکمنستان سفیر او د دواړو هېوادونو د ځینو وزارتونو مرستیالان ددې غونډې برخه وال وو. په دې غونډه کې د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو تر څنګ پر ګډو اقتصادي پروژو خبرې شوې دي.
همدا راز په غونډه کې د اقتصادي پروژو پر امنیت هم بحثونه شوي دي او افغان لوري ډاډ ورکړی چې دوی په بشپړه توګه د سترو پروژو د امنیت تامین ته تیار دي او امنیتي ادارو ویلي چې دوی په دې برخه کې ځانګړي پلانونه لري. افغانستان له ترکمنستان سره د ګازو او برېښنا د لېږد پروژو کې هوکړه لري او هڅه کېږي ددغه پروژو په تېره بیا د ټاپي پروژې عملي چارې پيل کړل شي.



































