په افغانستان کې انساني فاجعه د پراختیا په حال کې ده. ګارډین ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې په افغانستان کې اوسنی وضعیت د جدي اندېښنې وړ بللی او په دې اړه یې د امریکا او نړیوالو چوپتیا شرمناکه بللې ده.
ورځپاڼه لیکي چې میلیونونه وګړي په افغانستان کې له سخت ژمي او لوږې سره مخ دي خو نړیوال په دې اړه بې تفاوته دي او تر څنګ یې امریکا د افغانستان د شتمنۍ کنګل کېدو ته ادامه ورکړې ده. سرچینه کاږي ددې جدې اړتیا ده چې د نړۍ ځواکمن هېوادونه په ډېر چټکه توګه د افغانستان معضله حل کړي او څومره ژر چې کېدای شي دغه هېواد ته د بشري مرستو په رسولو لاس پورې کړي.
په دې مطلب کې راځي چې په افغانستان کې بشري ناورین رامنځ ته شوی دی او دا فاجعه ورځ تر بلې د پراختیا په حال کې ده.



































