د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان خبرداری ورکړی، چې د افغانستان بانکي نظام د سقوط له ګواښ سره مخامخ دی. رویټرز خبري اژانس په دې اړه د ملګرو ملتونو یو راپور خپور کړی، چې پکې د دغه سقوط پایلې خورا خطرناکې ګڼل شوي دي. د ملګرو ملتونو د UNDP مشر عبدالله الدرداري رویټرز ویلي دوی باید داسې یوه لاره پيدا کړي، چې د افغانستان د بانکي نظام ملاتړ پکې وشي. نوموړي له نړیوالو مالي بنسټونو غوښتي، چې له افغانستان سره د بانکي نظام د ژغورلو لپاره یې ګډ کار وکړي او پرې نه ږدي، چې دغه هېواد دا لویه صدمه وویني. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.



































