ناټو ویلي چې په دغه غونډه کې به د ناټو د ټولو غړو او متحدو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران ګډون کوي او د ګڼو نورو مسایلو تر څنګ به د افغانستان په اړه مهم بحثونه ولري. دغه غونډه به د ډسبمر له څلورمې تر پنځمې نېټې پورې ادامه کوي، چې په هغه کې به د افغانستان سوله، جینوا کنفرانس، په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت، روانه جګړه، نا امني او له افغان ځواکونو د ملاتړ مسایل تر بحث لاندې نیول کېږي. ناټو ویلي، د بهرنیو چارو له وزیرانو به وغواړي چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له ټولو هڅو او فعالیتونو ملاتړ او په دې برخه کې خپلې همکارۍ وکړي. په دغه غونډه کې له افغانستان د بهرنیو چارو وزیر، په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان، د ناټو ملکي استازی او نور چارواکي ګډون کوي. ناټو وايي چې دغه غونډه د افغانستان لپاره مهمه ده او د سولې په اړه به مهمې خبرې پکې کېږي.