د سوداګرۍ او صنایع وزارت د صادراتو ریاست ویاند منیر ځدران د دغه نندارتون د پرانېستې پر مهال ویلي، د یاد نندارتون د پرانېستلو هدف په بهرنیو بازارنو کې افغان توکو ته بازار موندنه ده. د ځدران په وینا په دغه نندارتون کې لسګونه کرنیز محصولات، د ښځو لاسي صنایع او خوراکي توکي نندارې ته اېښودل شوي دي. ځدران وایي، تر ټولو ستر هدف یې دا دی، چې د مېرمنو په لاسونو جووړو شوو توکو ته بازار موندنه وکړي، ځکه د ښځو لاسي صنایع او محصولاتو ته بازار موندنه به د دوی د کورنیو پر اقتصادي وضعیت مثبت اغېز ولري.