د فاریاب سیمه ییز چارواکي د نا امنۍ پر زیاتېدو د اندېښنې تر څنګ وايي، پر اندخوی، قرغان او قرمقول ولسوالیو د طالبانو د تېرې شپې په برید کې پنځه پوستو سقوط کړی، شپږ امنیتي سرتېري پکې وژل شوي، ۱۶ ټپیان او درې نور ورک دي. یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودو په شرط رسنیو ته ویلی، وسله والو طالبانو تېره شپه اته بجې پر اندخوی، قرغان او قرمقول ولسوالیو دغه بریدونه کړي دي. په ورته وخت کې د اندخوی ولسوال سلطان سنجر وايي، پر دې ولسوالۍ د طالبانو په برید کې درېیو پوستو سقوط کړی، درې امنیتي سرتېرې وژل شوي، شپږ ټپیان دي او درې نادرکه شوي. د فاریاب د ولایتي شورا غړی انجنیر روزي وايي، همدا اوس د قرمقول او قرغان ولسوالیو ارتباطي لارې د اندخوی ولسوالۍ له مرکز سره تړل شوې دي. طالبانو هم ویلي، چې د فاریاب په یادو درېیو ولسوالیو یې بریدونه کړي او حکومتي ځواکونو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.