هره ورځ سل افغان ناروغان کولی شي له اسنادو پرته پاکستان ته واوړي. په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت ویلي پاکستان ورسره ژمنه کړې چې له دې وروسته له اتو کلونو کمره عمره ماشومانو او همدا راز شدیدو ناروغانو لپاره د قانوني اسنادو یا وېزو لرلو شرط لرې کوي.
سرچینه وایي چې له دې وروسته افغان ماشومان او ناروغان کولی شي د وېزې له اخیستلو پرته پاکستان ته واوړي او خپلې ستونزې حل کړي. اعلامیه کې راځي چې پاکستان هره ورځ سل کسه ناروغانو ته له تورخم د تېرېدو اجازه ورکوي.
پاکستان له څو کلونو راهیسې د تګ راتګ لپاره د وېزو لرل جبري کړي، په داسې حال کې چې پر دې پوله تر دې مخکې د تګ راتګ لپاره هېڅ ډول قانوني اسنادو ته اړتیا نه وه. د پاکستان دې چارې زرګونه افغانان او د پولې دواړو خواوو ته پراته ولسونه له ستونزو سره مخ کړي دي.



































