د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، د روانې اوونۍ تر پایه به د ټولو ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي. د یاد کمیسیون د ویاند مرستیال ذبیح الله سادات وایي، تر اوسه د ۱۸ ولایتونو د رایو لومړنۍ پایلې اعلان شوې او ټاکل شوې چې د روانې اوونۍ تر پایه د ټولو ولایتونو د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي. که څه هم د ټاکنو کمیسیون باید له پخوانۍ ژمنې سره سم د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې وای خو دغه کمیسیون اوس د اوونۍ تر پایه د پایلو د اعلان د ځنډ خبره کوي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون له دې وړاندې ژمنه کړې وه چې د لیندۍ میاشتې تر لسمې نیټې پورې به د رایې شمېرنې بیهر بشپړ او لومړنۍ پایلې به اعلان کړي خو د یاد کمیسیون د ویاند په خبره په کارونو کې روڼوالی او د ډېټابېش جوړول د دې پایلو د اعلان د ځنډ سبب شول. هغه وایي دوی د پایلو په اعلان کې تر سرعت دقت ته ترجیح ورکوي، نو ځکه د ټاکنو پایلې دومره وځنډېدې.