بغلان ولایت کې د ملي اردو لسګونه سرتېري شکایت کوي چې له تېرو دریو میاشتو راهیسي یې معاشونه نه دي اخیستي. دوی وایي چې له یوې خوا سختو جګړو اندېښمن کړي او له بلې خوا یې کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ دي چې دوی یې له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي. چارواکي وایي، تنخواګانې یې د معاش لپاره د نوي سیسټم فعالولو له امله ځنډېدلي چې ژر به ورته حواله شي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا د امنیتي ځواکونو پر وړاندې د وسله والو طالبانو بریدونو زور اخیستی چې له امله یې د ورځې په لسګونه سرتېري مړه او ټپیان کېږي.