افغان حکومت وایي نړیوال دې خپل اقتصادي فشارونه ژر تر ژره ختم کړي. د طا لبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین له یوې اروپايي رسنۍ سره په تازه څرګندونو کې د بندیزونو د دوام په تړاو نړیوالو ته خبرداری ورکړی دی. هغه ویلي که په دې حساسو شرایطو کې د نړۍ اقتصادي فشارونه دوام وکړي دلته به د ځینو ترهګرو ډلو د پیاوړتیا سبب شي.
هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې اوسنی ناوړه اقتصادي وضعیت د نړیوالو د فشارونو له امله رامنځ ته شوی چې دا مسئله به د ځینو ترهګرو ډلو د پیاوړتیا سبب شي او خلک به د اقتصادي ستونزو له امله د دوی لیکو ته ور مات شي.
شاهین پر نړیوالو غږ کړی چې ژر تر ژره دې خپل اقتصادي فشارونه ختم کړي او اجازه دې ورکړي چې افغانان خپل عادي ژوند ته ادامه ورکړي او له نړیوالو سره له ښو اړیکو برخمن وي.



































