متحده عربي اماراتو له کندهار ولایت سره د ۲۲۸ ټنه خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته کړې ده. د راپورونو له مخې، عربي اماراتو ویلي چې دغه مرسته یې یوازې کندهار سره کړې ده خو ژمنه یې کړې چې په راتلونکي کې به له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي. د کندهار والي محمد یوسف وفا ویلي چې په دغه مرسته کې اوړه، وریجې، غوړي، بوره، درمل او کمپلې شاملې دي چې د ځایي چارواکو په لارښونه به اړمنو کورنیو او دولتي مامورینو ته ووېشل شي.



































