جمعه, جولای 31, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د سېلاب ځپلو سیمو لپاره د بېړنیو مرستو د چټکتیا غوښتنه شوې ده

    بریتانیا له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام ژمنه وکړه

    کډوال؛ تېره ورځ سلګونه افغان کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    اوچا: سېلابونه ښايي په افغانستان کې ناچاوده مهمات رابرسېره کړي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د سېلاب ځپلو سیمو لپاره د بېړنیو مرستو د چټکتیا غوښتنه شوې ده

    بریتانیا له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام ژمنه وکړه

    کډوال؛ تېره ورځ سلګونه افغان کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    اوچا: سېلابونه ښايي په افغانستان کې ناچاوده مهمات رابرسېره کړي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه دریځ

د ګډو ځواکونو ناپایه وحشت

دسمبر 3, 2018
in دریځ
0 0

 

په هلمند کې په یوه هوايي برید کې دېرش ښځې، ماشومان او نور بې ګناه وګړي ووژل شول. لا دا غم سوړ نه و چې په لوګر کې ګډو ځواکونو ملکي وګړي له کورونو را و ایستل او ویې وژل. ورپسې یې په پکتیکا کې عملیات وکړل او بې ګناه وګړي یې شهیدان کړل. په پکتیکا کې لاریونونه وشول، خو ګډو ځواکونو خپل وحشت ته دوام ورکړ او وړمه شپه یې بیا په غزني کې درې او د پکتیا په زرمت کې ۱۲ بې ګناه کلیوال چې ماشومان هم پکې وو، په نیمه شپه په خپلو کورونو کې ووژل.

دا په یوه اونۍ کې په هوايي بریدونو او د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې د ملکي مرګ ژوبلې معلومې پېښې او شمېرې دي. ښايي ځینې نامعلومې پېښې هم وي، خو پوښتنه دا ده چې ولې؟ ولې په قصدي او شعوري ډول ملکي وګړي په نښه کېږي؟ ولې دلته د افغان انسان ژوند ارزښت نه لري؟ ولې څوک د دغو جنایتونو پوښتنه نه کوي؟ ولې ارګ او نور چارواکي غلي دي او بالاخره ولې د دغو وحشتونو مخه نه نیول کېږي؟

اوس داسې نه ښکاري چې د ملکي وګړو ډېری وژنې به تېروتنه او یا ناسم معلومات وي. ډېری پېښې داسې دي چې قصدي وژنې ورته ویلی شو. کله چې په لوګر کې ملکي وګړي له کورونو را ایستل کېږي او بیا ویشتل کېږي، په دې کې نو هېڅ تېروتنه نشته او کله چې په زرمت کې خلک لومړی نیول کېږي او بیا وژل کېږي، په دې کې نو تېروتنه نشته. که موږ وروستۍ پېښې وګورو، ټولې همداسې دي. په دغو وژنو کې د ښکېلو ځواکونو په اړه هم جدي پوښتنې شته. په خوست کې کمپاین ځواکونه او په کابل کې صفر یو قطعه په دغو عملیاتو کې دخیل دي چې امریکايي ځواکونه هم ورسره وي. داسې ښکاري چې دا وژنې مخامخ د امریکايانو په امر کېږي، ځکه چې په دغو عملیاتو کې ښکېل ځواکونه مخامخ د امریکایانو تر قوماندې لاندې دي.

حکومت به پخوا کله کله داسې بریدونه یا توجیه کول او یا به یې هم تحریفول. اوس غلی دی او له ډېر فشار وروسته د څېړنو خبره وکړي، خو ټول پوهېږي چې دا څېړنې بې مانا او د خلکو په سترګو کې د خاورو شیندل دي. له بده مرغه د ملي یووالي حکومت هم د ملکي وګړو په وژنه کې مخامخ ښکېل دی او هم د امریکایي ځواکونو له خوا د ملکي وګړو د وژنې په اړه غلی دی. دوی په دې ډول دریځ سره خلکو ته د پردیتوب احساس ورکوي، له مخالفینو سره مرسته کوي او غواړي دا جګړه او وحشت لا پسې وغځوي. د ملي یووالي حکومت مشران به پر دغو جنایتونو له دې امله هم غلي وي او یا به پکې مرسته کوي چې ټاکنې را روانې دي او دوی غواړي امریکایان خوشاله وساتي. ښايي نور لاملونه هم وي، خو هېڅ لامل د توجیه وړ نه دی او دا کار د ټولو ارزښتونو خلاف له افغان ولس سره دښمني ده.

حکومتي مشران دې پوه شي چې دا بریدونه بې ځوابه نه پاتې کېږي. دا ډول وحشتونه او جنایتونه به حکومت لا زیات کمزوری کړي او د ملي یووالي حکومت د مشرانو پر ضد به نفرت زیات شي. دا نفرت هغه لوري ته روان دی چې بیا به نه امریکا او نه هم بل څوک اوسني بلواکه مشران پر ولس وتپلی شي.

 

Share21Tweet4Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د سېلاب ځپلو سیمو لپاره د بېړنیو مرستو د چټکتیا غوښتنه شوې ده

جولای 31, 2026

بریتانیا له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام ژمنه وکړه

جولای 31, 2026

له ځغاستې تر رهبرۍ: د چین اوپن سورس ماډلونه په واقعي اقتصاد کې ژور مدغم شوي

جولای 31, 2026

ټرمپ: د حماس د بې وسلې کولو پر هوکړه توافق شوی

جولای 31, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In