ګڼو اسیايي هېوادونو له افغانستان سره پر مرستو او همکاریو ټینګار کړی دی. د راپورونو له مخې د اسیايي هېوادونو ولسمشرانو په ترکمنستان کې په یوه ګډ کنفرانس کې ټینګار کړی چې له افغانستان سره به یې مرستې دوام کوي او ټینګار یې کړی چې نړیوال باید د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو له دغه هېواد سره بشردوستانه مرستې ډېرې کړي.
په دې غونډه کې د ایران، پاکستان، ترکمنستان او ترکیې ولسمشرانو ګډون کړی و. د ایران ولسمشر ویلي چې افغانان له سخت وضعیت سره مخ دي او دوی تر خپلې وسې له دغه هېواد سره مرسته کړې ده. ترکیه بیا وایي چې له افغانستان د کډوالو ور روانې څپې اندېښمن کړي دي او تمه لري چې نړیوال له افغانستان سره مرسته وکړي او په دې توګه د کډوالۍ روانه څپه ودروي.



































