جنوبي کوریا له افغانستان سره ۳۲ میلیونه ډالر بشردوستانه مرسته اعلان کړې ده. د جنوبي کوریا بهرنیو چارو وزارت وایي چې په افغانستان کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ دی او دوی هڅه کوي د انسانانو د ژغورنې لپاره له دغه هېواد سره مرسته وکړي. جنوبي کوریا وایي چې دوی د خوړو نړیوال پروګرام ته په افغانستان کې د ناورین د مخنیوي په موخه ۳۲ میلیونه ډالر ورکوي. بلخوا په جنوبي کوریا کې افغان سفیر د دغه هېواد له مرستو مننه کړې ده او ټینګار کوي چې له دغه هېواد د لا ډېرو مرستو د جذب لپاره هڅه کوي.



































