د افغانستان د سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي د افغان سولې لپاره خپل درېیم سفر پيل کړی دی. د امریکا د بهرنیو چارو له وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې زلمی خلیلزاد به دا ځل پاکستان، روسیې، افغانستان، ازبکستان، ترکمنستان، بلجیم، متحده عربي امارات، او قطر ته سفرونه کوي. خبرپاڼه زیاتوي چې هغه به له ولسمشر غني او نورو افغان حکومتي او غیر حکومتي شخصیتونو سره ګوري او د افغان سولې د راتګ په اړه به خپل نظریات له دوی سره شریکوي. خلیلزاد به له دوی وغواړي چې امریکا د افغان سولې په برخه کې جدي ده او دوی ته هم په کار ده، چې په جدي توګه په دې برخه کې همکاري وکړي. زلمی خلیلزاد به د لومړي ځل لپاره د افغان سولې په اړه روسیې ته هم سفر کوي او ددغه هېواد له چارواکو سره به د افغانستان د روانې جګړې پر سره خبرې کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه زیاتوي چې دغه سفر به د ډسمبر له ۲مې نېټې پیل او تر ۲۰مې پورې دوام وکړي.