د افغانستان نیمايي نفوس په هغو سیمو کې ژوند کوي چې هلته حکومت واک نه لري. سټار اند سټرایپېس نشریه په خپله یوه اوږده مقاله کې لیکي، چې طالبانو د سږ کال له پیله خپلې جګړې شدیدې کړې دي. په مطلب کې راځي چې طالبانو په دې وروستیو کې نه یوازې د ولسوالیو پر مرکزونو بلکې د ښارونو پر مرکزونو یې یا بریدونه کړي دي او یا یې هم د ځینو ولایتونو د مرکزونو په شاوخوا کې عملیات کړي. سرچینه زیاتوي چې طالبانو خپلې جګړې شدیدې کړې دي او دمګړی د افغانستان ډېره برخه نفوس په هغو سیمو کې ژوند کوي چې د حکومت واک نشته او هره پرېکړه طالبان کوي. د نشریې په خبره طالبان د خلکو فیصلې کوي، محکمې لري او هره ورځ د نوې جګړې لپاره تیاری نیسي. نشریه د غزني د دوو ولسوالیو جګړو ته اشاره کوي او وایي طالبانو د افغانستان په تر ټولو امنو ولسوالیو هم بریدونه وکړل او زرګونه کسان یې له خپلو مېنو بېځایه کړل. په مطلب کې پر افغان حکومت او نړیواله ټولنه غږ شوی چې د افغانستان ستونزې ته جدي پاملرنه وشي او دغه جګړه ختمه کړل شي.