د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي نړیوال باید په دې پوه شي چې دوی افغانستان ته جګړه راوړې ده اوددغه هېواد پوروړي دي. د اڅکزي په خبره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او پنځه ویټو کوونکو هېوادونو ته په کار ده، چې د افغانستان د اوږدې جګړې په اړه اقدامات وکړي او دغه هېواد له روان بحران وژغوري. نوموړي همدا راز ویلي د نړۍ ټولو پښتنو ته په کار ده، چې سره جرګه شي او له علمي لارو نړیوالو ته دا ثابته کړي چې پښتانه ترهګر نه دي او جګړه پر دغه قوم تپل شوې ده. اڅکزي د پاکستان د حکومت په اړه هم ویلي چې دغه حکومت د پښتنو پر وړاندې له تبعیض ډک چلند کوي او که ددوی داسې چلند ادامه ولري نو پاکستان د پښتنو لپاره هېڅ ارزښت نه لري. اڅکزي روانه جګړه پر پښتنو تپل شوې بللې ده او ویلي یې دي پښتانه د نړۍ ټولو قومونو ته درناوی لري نو نړیوالو ته هم په کار ده، چې خپله جګړه دلته پای ته ورسوي او پښتنو ته د ترهګر په سترګه و نه ګوري. هغه له طالبانو او افغان حکومت هم غوښتي چې سوله وکړي او پردۍ جګړه پای ته ورسوي.