د روغتیا نړیواله اداره وایي چې په پاکستان کې د ایډز ناروغي په بیساري توګه زیاته شوې ده. یادې ادارې په خپل یو تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې په پاکستان کې هرکال شل زره کسان د ایډز په مرض اخته کېږي. د یادې ادارې راپور وایي، سره له دې چې اوس د ایډز د ویروس علاج کېږي، خو بیا هم د خلکو د مړینې کچه لوړه شوې ده. دغه راپور وایي چې د پاکستان د حکومت د شمېرو له مخې په دغه ناروغۍ د اخته شا و خوا ١٦سلنه ناروغانو ناروغي تشخیص شوې ده او یوازې ٩سلنه معالجې ته لاسرسی لري.