وسله والو طالبانو د امریکا د دفاع وزیر د وروستیو څرګندونو په اړه غبرګون ښودلی دی. وسله والو طالبانو په يوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د سولې د خبرو لپاره د طالبانو مهم شرط د بهرنیو ځواکونو وتل دي. دده په خبره طالبان به دا ثابتوي چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو پورې د سولې خبرو ته نه حاضرېږي او جګړې ته ادامه ورکوي. سرچینه زیاتوي، سره له دې چې طالبانو سیاسي خبرې پيل کړې دي، خو دا په دې مانا نه ده چې دوی به جګړه دروي او یا به جګړه کموي. دوی د جګړې پر دوام ټینګار کړی دی او وايي چې امریکایي پوځيان او جنرالان له افغانستانه له وتلو پرته بله لار نه لري. د امریکا د دفاع وزیر په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، دا سمه ده چې امریکا غواړي په افغانستان کې جګړه ختمه کړي، خو د خپلو ځواکونو د ایستلو لپاره هېڅ پلان نه لري.