د ملي امنیت شورا وايي، ټاکل شوې چې غیر مسوولې وسله والې ډلې د قانون چوکاټ ته د ننه شي. د ملي امنیت شورا وایي، تېر ماښام یې په غونډه کې د غیر مسوولو وسله والو ډلو د قانوني کولو طرحه په پرنسیپ کې تایید کړې ده او د پوره تایید لپاره به د امنیت شورا په غونډه کې مطرح کېږي. د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب همدا راز په هېواد کې د ملکي وګړو تلفات د جدي اندېښنې وړ بللي او د امنیتي ادارو مشرانو ته یې لارښوونه کړې چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په مخنیوي کې جدي ګامونه اوچت کړي. په دغه غونډه کې د فاریاب، غزني او نورو ولایتونو پر امنیتي وضعیت هم خبرې شوې دي او د یادو ولایتونو د امنیت د تامین پر څرنګوالي هم خبرې شوې دي.