د ملي دفاع وزارت ویاند جاوید احمد غفور له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې لویې لارې د افغانستان د سوداګرۍ او اقتصادي ودې لپاره مهمې دي، خو په دې وروستیو کې له امنیتي ستونزو سره مخ دي. دده په خبره له همدې امله د ملي دفاع وزارت پرېکړه کړې چې د ولایتونو ترمنځ د ټولو لویو لارو د امنیت لپاره عملیات پيلوي. نوموړي دغه خبرې وروسته له دې وکړې چې په سمنګان ولایت کې وسله والو طالبانو تر شپېتو پورې موټر چلوونکي له ځان سره بوتلل. دده په خبره په دې پېښه کې شپېته تښتول شوي کلینران د سیمې د خلکو په منځګړیتوب خوشي شوي، خو شپېته تنه موټر چلوونکي لاهم له طالبانو سره دي او د خلاصون لپاره یې هڅې روانې دي. هغه زیاته کړې چې د لویو لارو د امنیت د تامین لپاره به هر اړخیز ګامونه واخلي