هندي رسنیو ته خپلو سرچینو ویلي چې ولسمشر غني او د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په افغانستان کې د روان امنیتي وضعیت په اړه اوږدې خبرې کړې دي. دواړو لورو د ترهګرۍ ضد مبارزې او نورو اړوندو مسایلو په اړه بحثونه کړي دي. ولسمشر غني په دغه خبرو کې ویلي، چې افغانستان د ترهګرۍ ضد مبارزې ته ژمن دی او د سیمې هېوادونو ته په کار ده، چې د ترهرګرو د ملاتړ او یا له دوی سره د خواخوږۍ پر ځای د افغان حکومت تر څنګ ودرېږي. نوموړي ویلي چې په افغانستان کې فعال داعشیان د پاکستاني طالبانو د غورځنګ غړي دي او یوازې نومونه یې اړولي دي. هندي رسنۍ وایي ولسمشر غني مودي ته ویلي چې د غزني په جګړه کې نږدې سل پاکستانیان او بهرنیان وژل شوي دي. ولسمشر غني یو ځل بیا د پاکستان له نوي حکومت غوښتي چې خپل سیاستونه بدل کړي او په دې توګه د سیمې په امنیت کې ونډه واخلي. مودي هم ژمنه کړې چې د افغانستان ملاتړ ته به ادامه ورکوي او ددغه هېواد په پرمختګ کې په ونډه اخلي.