د هېواد له بېلابېلو ولایتونو نه ولسي جرګې ته د معترضو نوماندانو ائتلاف د رایو د بیا شمېرنې او له سیسټم څخه د نابایومټریک شویو رایو د ایستلو ترڅنګ ټینګار کوي چې که پاکې رایې له ناپاکو هغو بېلې نه شي، موازي پارلمان جوړوي. د ولسي جرګې ټاکنې د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د تلې پر ۲۸ مه او ۲۹ ترسره شوې، په کندهار کې بیا یادې ټاکنې تر څو ورځو ځنډ وروسته او په غزني ولایت کې به راتلونکی کال ترسره شي. نن د هېواد لسګونه معترض نوماندان چې د لوى ملي ائتلاف تر چتر لاندې راټول شوي، له حکومت، د ټاکنو له کمېسیون او نړیوالو بنسټونو د رایو د بیا شمېرنې او له ناپاکو رایو څخه د پاکو رایو د جلاکېدو غوښتنه وکړه او ویې ویل، که حکومت او کمېسیون د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب ورنه کړي، موازي پارلمان به اعلان کړي. دوی دغه راز ګواښ وکړ چې د دوی غوښتنو ته د نه رسېدو په صورت کې به په مرکز او ولایتونو کې د ټاکنیزو کمېسیونو دروازې وتړي او راتلونکي ټولې ټاکنې به تحریم کړي. خو د ټاکنو کمېسیون بیا وایي، دوی به د هیچا په ګټه د ټاکنو په پایلو کې لاسوهنه ونه کړي او هغه څوک چې ولسي ملاتړ لري او رایې یې وړي وي، کامیاب به يې اعلان کړي.