د بهرنیو چارو وزارت یو پلاوی به نن مسکو ته ځي او هلته به له روسي چارواکو سره پر دې خبرې کوي چې څه وخت او څنګه له طالبانو سره د مخامخ مذاکراتو زمینه برابره کړي. انټرفاکس خبري آژانس وایي، دا سفر د هغه لغوه شوې غونډې د بیا پیل په موخه ترسره کېږي چې ټاکل شوې وه د روانې میاشتې په څلورمه نېټه ترسره شي. سرچینه لیکي اوس به افغان او روسي چارواکي په دې سره سلا شي چې څه وخت او څنګه وکړی شي له طالبانو سره په مخامخ خبرو کې ګډون وکړي او به دې توګه به افغانستان کې د روانې جګړې حل ته زمینه برابره کړي. انټرفاکس لیکي، روسي چارواکي باوري دي چې وسله وال طالبان به د روسيې په کوربه توب له افغان چارواکو سره مخامخ خبرې کوي. خو تر دې وړاندې په ځلونو طالبانو له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو پیل رد کړی دی، بلکې تل یې ټینګار کړی دی چې له امریکا سره به خبرې کوي. مسکو وايي له دې غونډې او هڅو یې ستره موخه دا ده، څو په سیمه کې ترهګري او جګړې ختمه شي.