په ټول هېواد کې د عاشورا د ورځې په مناسبت شدید امنیتي تدابیر نیول شوي دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ویلي، چې په ټول هېواد په تېره په پلازمینه کابل کې د محرم د لسمې یا عاشورا په مناسبت شدید امنیتي تدابیر نیول شوي دي. دده په خبره حکومت هڅه کوي چې دغه مراسم په پوره ډاډ او امنیت کې ترسره شي. بل پلو ویل کېږي چې په کابل ښار کې د همدې مراسمو د ترسره کولو لپاره د شدیدو امنیتي تدابیرو له امله لارې بندې دي او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي. ویل کېږي چې حکومت د کابل ښار د بېلو برخو شعیه وګړو ته وسلې ورکړې دي او دوی یې د خپل امنیت تامین ته ګومارلي دي.