امریکا دې په افغانستان کې هغه کسان محاکمه کړي چې د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې لاس لري. د روسیې ددفاع وزارت ویلي په افغانستان کې د امریکايي او افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله زیاته شوې ده او دا مسئله د جدي اندېښنې وړ ده. د سرچینې په خبره په هلمند، پکتیا او نورو سیمو کې په دې وروستیو کې د امریکايي ځواکونو په هوايي بریدونو کې ګڼ ملکي وګړي وژل شوي دي خو دغه ځواکونه یې په اړه پټه خوله دي. دفاع وزارت وایي د امریکا دغه ډول کړنې به د افغانانو حساسیتونه وپاروي او په سیمه کې به روانې ناندرۍ او جګړې نورې هم اوږدې کړي. روسیې پر امریکا غږ کړی چې په جدي توګه د ملکي وګړو ژوند ته پام وکړي او په دې توګه دې هلته جګړې نه اوږدوي. مسکو همدا راز وايي چې د ناټو او متحدینو په موجودیت کې د افغان ملکیانو مرګ ژوبله لوړه شوې ده او جګړې تودې شوې دي نو ددوی حضور هلته د پوښتنې وړ دی. سرچینه ټینګار کوي چې په افغانستان کې د ستونزې د حل یوازینۍ لار مذاکرات دي او له دې پرته به په دغه هېواد کې جګړې نورې هم اوږدې شي.