د غزني په پېښه کې ټپي شوي امریکايي عسکر هم د سختو ټپونو له امله سا ورکړې ده. د امریکا ددفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نږدې یوه اونۍ وړاندې یې پر ځواکونو په غزني ښار کې د ماین چاودنه وشوه. په پېښه کې درې امریکایي عسکر وژل شوي وو او څو نور ټپیان وو. د ټپیانو له ډلې څلور وېشت کلن جېسون مک کلاري د سختو ټپونو له امله سا ورکړې ده. په دې سره د غزني په پېښه کې د وژل شوو امریکایانو شمېر څلورو کسانو ته رسېدلی دی. وروسته له دې چې په افغانستان کې امنیتي مسوولیت افغان ځواکونو ته ولېږدول شو، د امریکایي ځواکونو په مرګ ژوبله کې د پام وړ کموالی راغلی دی، خو امریکايي چارواکي اوسنۍ مرګ ژوبله هم د جدي اندېښنې وړ بولي او د مخنیوي لپاره یې پر لارو چارو غور کوي. د افغان جګړې بیا ستره برخه مرګ ژوبله افغان ځواکونو ته اوړي او د جګړې په لومړۍ کرښه کې افغان پوځيان حضور لري.